د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري په میدان وردګو ولایت کې (۴۵۱) پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۶ - ۹:۲۴
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري او د (UNOPS) دفتر په مالي مرسته د میدان وردګو ولایت د مرکز میدان ښار، جلریز او لومړۍ حصې بهسودو ولسوالیو په بېلابېلو کليو کې د څه باندې (۳۲۳) میلیونه افغانيو په لګښت د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام د (۴۵۱) بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې بشپړې او نن د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دغو پروژو کې د (۱۳۴۶۰۲۲) مترو په اوږدوالي د کانالونو پاکول، د (۳۸۵۲۰۲) مترو په اوږدوالي د کلیوالي سړکونو جغل اچول، د (۳۳۸۱) مترو په اوږدوالي د استنادي دیوالونو رغول، د ځمکو د خړوبولو لپاره د (۴۰) ذخیرو پاکول، د غره لمن کې د (۱۹۸۵)  آب ریزونو کېندل، د (۱۵۱) پلچکونو جوړول، د (۷،۵) مترو په اوږدوالي د یو پُل رغول او د څښاک پاکو اوبو د (۴) څاګانو ترمیم شامل دي.

د یادو پروژو د کار په جریان کې (۱۵۸۰۴) تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او هر کاریګر ته د کار په مقابل کې نقدې پیسې ورکړل شوې دي. 

د یادو پروژو په بشپړیدو سره په اړوندو برخو کې د مرکز او نوموړو ولسوالیو د اوسیدونکو ستونزې هوارې شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۹:۸
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت خپل یو کلن فعالیتونه او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب نن له غرمې مخکې د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز په خبري کنفرانس کې د یاد وزارت یو کلن فعالیتونه او لاسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

BACK TO NEWS