د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري په پروان ولایت کې کانالونه، سربندونه او سپر پسیج پروژې پلې کیږي

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۵ - ۹:۳۴
1

د کلیو دبیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په نهه بیلابیلو ولسوالیو کې د څه باندې (۱۵) پنځلس میلیونه افغانیو په لګښت سپر پسیج، کانالونه او سربندونه جوړیږي.

چې له جملې څخه یې د یاد ولایت په بګرام او سیاه ګرد ولسوالیو کې د یوه سپر پسیج او یو کانال چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغه وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده او مل پلاوي له لوري عملا پیل شوې.

په یاده پرانیست غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، مل پلاوي،د یاد ولایت د کلیو دبیارغونې او پراختیا رئیس ملا عبدالصمد صادق، یو شمیر مسوولینو، د سیمې علماء کرامو ، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د یادو پروژو د کار په جریان کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شي او د دغه پروژو په بشپړیدو سره به په اړوندو برخو کې د یادو ولسوالیو د ولسونوستونزې هوارې شي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

BACK TO NEWS