په سرپل ولایت کې د پاکو اوبو رسولو (۵) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

noor_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۲ - ۱۲:۵۲
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په سرپل ولایت کې د څه باندې (۱۷) میلیونه افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو (۵) شبکې  د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یاد وزارت د سرپرست وزير الحاج ملا محمد یونس اخندازاده او مل پلاوي له لورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

 په یاده پرانیست غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، مل پلاوي، د سرپل ولايت والي حاجې عبدالرحمن اکا، دسانچارک ولسوالۍ سرپرست ولسوال مولوي جنت الله کمالي، د دغه ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رئيس ملا محمد جمعه حقیار ، د سیمې علما‌‌ء کرامو، سپین ږیرو، مخورو او ځوانانو ګډون کړی وو.

 ددغه پروژي د کار په جریان کې د سیمې سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوي وه چې په بشپړیدو سره یې ددغه ولایت د مرکز او کوهستانات ولسوالۍ کې (۱۱۵۰) کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیداکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS