د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په فراه ولایت کې (١١) چیک ډیمونه جوړیږي

noor_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۵ - ۱۳:۴۴
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په فراه ولایت کې د څه باندې (٣٤)میلیونه افغانیو په لګښت په(١١) ولسوالیو کې (١١) چیک ډیمونه جوړیږي، چې له جملې څخه يې د (٧) چیک ډیمونه نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د سرپرست وزير الحاج ملا محمد یونس اخندازاده او مل پلاوي له لورې يې عملا چاري پیل شوې.

په یاده غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، مل پلاوي،د ولایت مقام مرستیال الحاج عبدالکریم جهادیار، د هلمند ولايت د کليو دبيا رغونې او پراختيا رياست رئيس ملا محمود ثاني، د هرات ولايت د کليو دبيا رغونې او پراختيا رياست رئيس ملا عبدالسلام هجرت  د فراه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رياست رئیس  مفتي محمد نسیم سرهنګ، د سیمې علما‌‌ء کرامو، سپین ږیرو مخورو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د یادو چیکډیمونو د کار په جریان کې به د سیمې سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شې او په جوړیدو سره به يې د نوموړو ولسوالیو د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحه به برقراره وساتل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS