د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري په کابل ولایت کې د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

noor_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۹:۵
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده او مل پلاوي له لوري د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ په برملنګ کلي کې د (۴،۵) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې بشپړې او نن د یوي غونډې په ترڅ کې د دياد وزارت د سرپرست وزیر له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یادې شبکې په پرانیست غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا سرپرست الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، د کابل ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي محمد یونس حنفي، د خاکجبار ولسوال او د نوموړې سیمې یو شمیر علماء کرامو، سپین ږیرو او اوسیدونکو ګډون کړي وو.

د غونډي په جریان کې محترم وزیر صاحب وینا وکړه او  وویل: مونږ به د خاکجبار د خلګو د غوښتنو او ضرورتونو په اساس به خپل خدمات ترسره کوو

په یاده شبکه کې د (۶۷) مترو په عمق د یوې ژورې څاه کیندل، د (۲۰) متر مکعب په وړتیا د اوبو د یوې ذخیرې جوړول، د (۳۶) سولر تختو نښلول، د (۱۶۲) شیردهنونو نښلول او د (۵۳۶۱) مترو په اوږدوالي پایپ غځول شامل دي چې د یادې شبکې په بشپړیدو سره د نوموړي کلي (۲۲۸۷) کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

BACK TO NEWS