په لوګر ولایت کې د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې پیل شوې

noor_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۱۴:۳۳
1

د لوګر ولایت د مرکز اړوند په نوآباد بابوس کلي کې د ( ۶ ) میلیونه او( ۲۵ ) زره افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي محمد قاسم "راشد" له خوا پیل شوې.

دغه پروژه د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر او نظارت لاندې، د یونیسف ادارې په مالي مرسته او د نوموړي کلي د پراختیايي شورا له خوا تر راتلونکو څلورو میاشتو پلې او بشپړه کیږي. په یاده پروژه کې د یوې ژورې څاه کیندل، د ۱۸ تخته سولر نښلول، د ۲۰ متر مکعب په ظرفیت سره د اوبو ارتفاعي ذخیرې جوړول، د کلینیک لپاره د دوه سیټ مبرز جوړول سره د سپټیک څاه، د ۵ زره او ۶۰ مترو په اوږدوالي سره د پایپ غځول او کور په کور د ۱۱۳ شیردهنونو نښلول شامل دي چې د یادې پروژې په بشپړیدو سره به (۲۳۵) کورنۍ، یو محراب مسجد شریف او د نوموړي کلي کلینیک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي. د یادونې وړ ده چې د لوګر ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له پراختیايي شوراګانو سره د اوبو رسولو د (۷) نورو پروژو تړونونه هم لاسلیک شوي چې چارې به يې ډیر ژر پیل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS