د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د دریو پراختیايي پروژو چارې بشپړې او ګتې اخیستنې ته وسپارل شوې

noor_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۰ - ۹:۹
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر او نظارت لاندې، د نړیوال خوراکې پروګرام  WFP په مالي مرسته او د اکټد دفتر په تخنیکې همکارۍ د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په شاه قدم، چوکی او قول بدل کلیو کې د سړک جوړولو د دریو پراختیايي پروژو چارې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د اداري او مالي مرستیال مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا  ګتي اخیستنې ته وسپارل شو.

دغه پروژې د (3446276) افغانیو په لګښت سره پلې کیږي. په یادو پروژو کې د (6220) متره سړک جغل اچول او ترمیم شامل دي چې په بشپړیدو سره به يې د نوموړو کلیو د (199)  کورنیو د ترانسپورټ  ستونزې هوارې شي.

 د یادونې وړ ده چې د پغمان ولسوالۍ په (72) پراختیايي شوراګانو کې د افغانستان معیشتي او ټولنیز ملاتړ پروګرام تر پوښښ لاندې د پروژو چارې جریان لري.

  د یادو پروژو په پرانیست غونډه کې د کابل ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي حمزه حنفي، د وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس او ویاند ملا نورالهادي عادل، د اکټد مؤسسې مسؤلینو، د یادو کلیو سپین ږیرو او اوسیدونکو ګډون کړي وو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS