د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د غونډو په تالار کې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د کړنو د ارزونې بهیر د تشریح درې ورځنی ښوونیز پروګرام پیل شو

noor_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۳ - ۱۳:۱۴
1

د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د کړنو د ارزونې فورمې د تشریح کولو درې ورځنی ښوونیز پروګرام د وزارت د بشري سرچینو ریاست او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له خوا د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د غونډو په تالار کې پیل شو.

د پروګرام په پيل کې د کلیو د ودانیزو چارو مرستیال مفتي سید احمد مستقیم نوموړي هیئت ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: په دولتي ادارو کې دنده یو مسئولیت او امانت دی، د هر کارکوونکي لپاره يې ترسره کول اړین دي او د ملکي خدمتونو کارکوونکی باید د قانون او اسلامي شریعت په چوکاټ کې خپلې دندې ترسره کړي.

 وروسته د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې عمومي رئیس مولوي عبدالحنان عارف الله د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د ارزونې بهیر په اړه خبرې وکړې او دغه بهیر يې د ملکی خدمتونو د کارکوونکو د کار د پرمختګ په برخه کې اغیزمن او ارزښتناک وګڼه .

 یاد ښوونیز پروګرام د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت  کارکوونکو ته د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د کارپوهانو له خوا د دریو ورځو لپاره ترسره کیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS