د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسي مرستیال معرفي شو

noor_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۰ - ۹:۳
1

مولوي شراف الدین مسلم چې د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسي د مرستیال په توګه ټاکل شوی وو نن د یوې غونډې په ترڅ کې د ياد وزارت کارکوونکو ته د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست مرستیال مولوي عبدالسلام حقاني له خوا ور وپیژندل شو.

یاده غونډه د قران کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه چې په دغه غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت اداري او مالي معین الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم، مرکزي رئیسانو او د وزارت یو شمیر کارکوونکو ګډون کړی وو. د غونډې په پیل کې د ارشاد او دعوت رياست  سرپرست رئیس الحاج مولوي نیاز محمد صاحب میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ لنډه وینا وکړه او و يې ویل: دنده یو امانت او مکلفیت دی چې شخص باید په اخلاص، ریښتنولي او امانتدارۍ سره يې ترسره کړي. همدارنګه غونډې ته د چارو ادارې مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حقاني وینا وکړه، نوموړي و ويل: په اسلامي نظام کې د امیرالمؤمنین د حکم او هدایت څخه اطاعت کول یو بنسټیز اصل دی او نن د خوښي ځای دی چې زمونږ په هېواد کې اسلامي حکومت رامنځته شوی او اسلامي امارت باید خپل ولس ته په هره برخه کې خدمت وکړي. د غونډې په پای کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شراف الدین مسلم وینا وکړه، و يې ویل چې په حکومتي چارو کې تغییر او تبدیل یو اصل دی او ژمنه یې وکړه چې ولس ته به ښه خدمت وکړي. یاده غونډه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم په دعا سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS