په کاپیسا ولایت کې د اړمنو کورنیو لپاره د خوراکي توکو ویش

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۳۱ - ۹:۱۱
سروې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ او همغږۍ، د بشري مرستو او د اقتصاد د پیاوړتیا (HEERO) مؤسسې له خوا د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) مرستې د کاپیسا ولایت مرکز محمود راقي اړوند پر (۱۸۵۰) اړمنو کورنیو وویشل شوې. په دغو مرستو کې ۵۰ کیلو ګرام اوړه، ۶،۲۵ کیلو ګرام دال نخود، ۴،۵۵ کیلو ګرام غوړي، ۰،۵ کیلو ګرام مالګه، سوپر سیریل او د ماشومانو لپاره د خوارځواکۍ توکي شامل دي. د یادونې وړ ده چې د نړیوال خوراکي پروګرام د خوراکي توکو دغه کومکي بستې د کاپیسا ولایت په مرکز او (۶) اداري واحدونو کې تر سروې او د مستحقو کسانو تر پیژندلو وروسته په (۱۵۲۰۰) اړمنو کورنیو ویشل کیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

BACK TO NEWS