په هلمند ولایت کې د څښاک د پاکو اوبو رسولو د یوې پروژې تخنیکي چارې بشپړې شوې

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۳۱ - ۱۲:۳۶
راکمه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې او د کپو (CAHPO) همکارې مؤسسې له لوري د څښلو د پاکو اوبو رسولو د پروژې په تطبیق سره د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ په بیلابیلو کلیوالي سیمو کې د (۱۰) حلقو نوو ژورڅاه ګانو او (۲۶) حلقو پخوانیو غیرې فعاله ژورو څاه ګانو او لاسي پمپونو د رغولو تخنیکي چارې مخکې پیل شوې وې فعلا د پروژې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وړاندې شو. چې په نتیجه کې يې (900) کورنۍ د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي او همدارنګه د روغتیا په برخه کې به د یادي  ولسوالۍ د اوسیدونکو د ساري امراضو کچه راکمه شي .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د اهل تشیع مخور سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د اهل تشیع له مخور سید حسن فاضل زاده او استازو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۲:۳۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر په افغانستان کې د چین هېواد له سفیر سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د چین هېواد له سفیر ژاو شینګ او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د دې لیدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۸:۳۶
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ټکنالوژۍ پارک څخه لیدنه وکړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو د آبادۍ چارو محترم معین الحاج محمد ارسلاح خروټي نن وروسته له غرمې په داسې حال کې چې د سرک جوړونې رئیس مولوي فضل الرحمن عاصم، د کلیوالي پراختیا. . .

BACK TO NEWS