په ۲۰۲۱ کال کې د اوبو رسولو ۱۶۸ پروژې تکمیلې شوې

noor_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۵ - ۶:۵۰
پروژ

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې ریاست د ۲۰۲۱ کال په جريان کې د هېواد د ۲۸ ولایتونو په (۷۶) ولسوالیو کې د څښاک د اوبو ۱۶۸ پروژې تطبیق کړې دي.

د یادو پروژو په تطبیق سره د هېواد د بېلا بېلو ولسوالیو په مختلفو کلیو کې د څښاک د اوبو ۹۸ شبکې، په لاسي بمبو سمبال ۱۲۹ څاه ګانې او ۹۸ ذخیرې جوړې شوې دي.

د اوبو رسولو د ۹۸ شبکو له جملې څخه په تخار ولایت کې ۱۶ ، په غور ولایت کې ۹ ، په روزګان او خوست ولایتونو کې کې اته اته؛ په ننګرهار کې ۶ په پروان کې ۵، په کاپیسا او ډایکنډي کې څلور څلور؛ په وردګو، هرات، فاریاب، سمنګانو او پکتیا ولایتونو کې درې درې؛ په هلمند، نورستان، کنړ، کابل، سرپل، بلخ، بغلان، بدخشان او بادغیس ولایتونو کې دوې دوې او په فراه، غزني، زابل، جوزجان او بامیانو ولایتونو کې یوه یوه شبکه جوړه شوې ده. همدارنګه د هېواد په لسو ولایتونو لکه: کندوز، ننګرهار، فراه، وردګ، بغلان، تخار، کابل، پروان، خوست او فاریاب کې په لاسي بمبو سمبال ۱۲۹ څاه ګانې او په شپږ ولایتونو لکه بادغیس، بدخشان، جوزجان، سرپل، هلمند او فاریاب کې د اوبو ۹۶ ذخیرې جوړې شوې دي. د پورته ذکر شویو پروژو د تطبیق په پایله کې د یادو ۲۸ ولایتونو د شاوخوا (۲۶۹،۳۸۱) کسانو لپاره د څښاک پاکې اوبه چمتو شوې دي. د اوبو رسولو په دغو ۱۶۸ پروژو باندې ـ چې د هېواد د ۲۸ ولایتونو په ۷۶ بېلا بېلو ولسوالیو کې تطبیق شوې دي ـ مجموعاً (۴۷۱ میلیونه، ۲۳۷ زره او ۹۹۲) افغانۍ لګېدلې دي. د اوبو رسولو د دغو پروژو چارو دغه راز د اړوندو سیمو د ځايي خلکو لپاره څه باندې (۲۸۸،۰۰۰) کاري ورځې هم رامنځته کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

BACK TO NEWS