په میدان وردګو د ۳۶۰ کورنیو ماشومانو ته د ښوونځي وداني جوړه شوه

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام، اقراء پروژې په چوکاټ کې د میدان وردګوولایت د جلریز ولسوالۍ په اسماعیل خیل سفلی کلي کې د ۶.۳ میلیونه افغانیو په لګښت کې د ۳۶۰ کورنیو ماشومانو ته د ښوونځي ودانۍ جوړه او د زده کونکو په واک کې ورکړل شوه.
دغه ښوونځی ۸ درسي او ۲ اداري خونې، ۵ تشنابونه او د څښاک اوبو یوه څاه لري. د ښوونځي په ودانیزو چارو کې د سیمې تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو لپاره ۲۶۴۳ کاري ورځې هم برابرې شوې.
د يادونې وړده، چې د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د ولسي تړون ملي پروګرام ترسیورې لاندې د اقراء برنامې له لوري ۱۷ ښوونځیو ته ودانۍ جوړیږي، چې یو شمېر يې تکميل او پاتې نورې به يې په نږدې راتلونکې کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.