په پکتیا کې د ۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت ۵۰۶ متره کانال جوړ شو

mrrd-admin
شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۵۵
په پکتیا کې د ۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت ۵۰۶ متره کانال جوړ شو

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د پکتیا ولایت د احمد اباد ولسوالۍ په پهلوان خیلو کلي کې د ۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت ۵۰۶ متره کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دې پروژې په ترڅ کې تخنیکي او نا تخنیکي کارګرو ته ۱۴۴۸ کاري ورځې رامنځ ته شوې وې. چې تر بشپړتیا وروسته یې ۴۸ کورنۍ له ګټو برخمنې شوې یاد کانال ۳۷۰ جریبه کرنیزه ځمکه هم د اوبه خور تر منظم پوښښ لاندې راوسته.

د یادونې وړ ده چې ولسي تړون ملي پروګرام په احمد اباد ولسوالۍ کې ۱۱۱ پرمختیايي پروژې پلې کوي چې له دې ټولګې یو شمیر پروژې پلې شوي او د یو شمیر نورو کارونه هم مخ په بشپړیدو دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS