په ننګرهار ولایت کې د پاکو اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړیدو قرارداد لاسلیک شو

mrrd-admin
شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۵۰
په ننګرهار ولایت کې د پاکو اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړیدو قرارداد لاسلیک شو

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او حفظ الصحي ملي پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ د میاګانو په کلي کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړیدو قرارداد د ننګرهار کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست او د یاد کلي اړوند شورا تر منځ لاسلیک شو.

یاده د اوبو رسولو شبکه ۳۰۲۰ متره اوږد پایپ او ۱۱۴ نلکې لري، د دغې پروژې د جوړیدو پر مهال به د سیمې تخنیکي او غیرتخنیکي کارکوونکو لپاره ۱۷۷۸ کاري ورځې برابرې شي.

باید یاده شي چې د یادې شبکې تر جوړیدو وروسته د سیمې ۲۸۵ کورنۍ به پاکو اوبو ته لاس رسی پیدا کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS