په بلخ کې د ۲۷۰ کورنیو ماشومانو ته د ښوونځي ودانۍ جوړه شوه

mrrd-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۴:۵۳
ایجاد فضای سالم درسی برای کودکان ۲۷۰ خانواده در بلخ

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د اقراء برنامې تر چتر لاندې د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په موشخور توره تیګه کلي کې د ۷.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۷۰ کورنیو ماشومانو ته د ښوونځي ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه ښوونځي ۸ ټولګي، ۲ اداري خونې، ۵ تشنابونه اود څښاک اوبو یوه څاه لري، د ښوونځي په ودانیزو چارو کې د سیمې لسګونه تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو لپاره ۴۴۰۰ کاري ورځې هم برابرې شوې وې.

باید یاده شي چې د ۶۰۰۰ ښوونځیو له ډلې څخه، چې ټاکل شوېده په ټول هېواد کې جوړشي، ۱۴۹ ښوونځي په بلخ ولایت کې پلان شوي چې له جملې یې د ۱۰۰ ښوونځیو ودانۍ بشپړې شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS