د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له خوا د ملي بیرغ ورځ ولمانځل شوه

mrrd-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۸:۱۴
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له خوا د ملي بیرغ ورځ ولمانځل شوه

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په انګړ کې د زمری اوومه د ملي بیرغ ورځ په شانداره مراسمو سره ولمانځل شوه. چې په یاده لمانځغونډه د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر حیات الله حیات، مالي او اداري معین معراج الدین شمس، د پروګرامونو معین پوپل حبیبي او د بلابیلو برنامو ریئسانو او غړو او د مختلفو ادارو استازو او کارکوونکو پکې ګډون کړی وو د ملي بیرغ په ویاړ جوړ شوي مراسمو کې د دغه وزارت سرپرست وزیر حیات الله حیات خبرې وکړې او د ملي بیرغ په ارزښت او تاریخ یې ګډونوالو ته معلومات ورکړل. ښاغلي حیات وویل: زمونږ درې رنګه ملي بیرغ ۴۵۰۰ زره کاله د تاریخ ویاړ لري چې د میړنیو افغانانو په سرښندنو او قربانیو ساتل شوی دی. ملي بیرغ د افغان ولس تر ټولو لوړ سپیڅلی ملي ارزښت او هویت دی چې همدا درې رنګه پرچم د یو لرغوني قام د پت او عزت جامه ده. دغه راز د وزارت د کارکوونکو امریت امرې سایرې آدینې هم خبرې وکړې او ویې ویل چې ملي بیرغ زمونږ ملي هویت او غرور دی، د ملي بیرغ په هره رپا کې د افغانانو ویاړلی تاریخ پروت دی. اغلې ادینه وایي درې رنګه ملي بیرغ چې څومره هسک او رپانده وي دومره ورسره زمونږ د افغاني غرورو جذبې او ولولې په جوش وي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

BACK TO NEWS