د زابل په شاه جوی کې ۴۰۰ زده کوونکو ته د ښوونځي وداني جوړه شوه.

mrrd-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۳ - ۱۵:۱۱
د زابل په شاه جوی کې ۴۰۰ زده کوونکو ته د ښوونځي وداني جوړه شوه.

د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې د خواجکو کلي د ښوونځي وداني جوړه شوه چې د یادې سیمې ۴۰۰ زده کونکو ته یې د زده کړو لپاره وړ درسي چاپېریال برابر کړ. دغه وداني ۱۰ درسي او ۲ اداري خونې، ۵ تشنابونه او د څښاک اوبو یوه څاه لري چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام، اقراء برنامې په چوکاټ کې یې کارونه بشپړ شول. باید یاده کړو چې د ښوونځي په ودانیزو چارو کې د سیمې تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو لپاره لسګونه کاري ورځې هم برابرې شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS