په پکتیا کې د ۱.۳ میلیونه افغانیو په لګښت ۳۰۳ متره اوږد کانال جوړ شو

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۲ - ۹:۵۲
په پکتیا کې د ۱.۳ میلیونه افغانیو په لګښت ۳۰۳ متره اوږد کانال جوړ شو

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د پکتیا ولایت د شواک ولسوالۍ اړوند د باخېلو کلي پراختيايي شورا لخوا د څه باندې ۱.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۷۰ سانتي مترو په لوړوالي، ۳۰۳ متره اوږد کرنيز کانال جوړ شو.

یاد کانال ۲۶۵ جريبه کرنيزه ځمکه خړوبوي او ۴۰ کورنۍ ترې ګټه اخلي چې د دې پروژې په ترڅ کې ځایي تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو لپاره ۱۶۷۸ کاري ورځې هم برابری شوې.

د يادونې وړ ده، چې د پکتیا ولایت په شواک ولسوالۍ کې د ولسي تړون ملي پروګرام د اوبو لګونې، څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي، لمريزې برېښنا او ټرانسپورټ په سکټورونو کې ۲۵ پروژې پلي کوي چې د يو شمېر هغو رغنیزې چارې بشپړې او پاتې نورې به يې په نږدې راتلونکي کې تکمیل او ګټه اخيستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

BACK TO NEWS