په کندز کې د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت ۴.۶ کیلو متره اوږد کلیوالي سړک جوړ شو

mrrd-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۷ - ۷:۱۹
تکمیل کار ساخت ۴.۶ کیلومتر سرک روستایی با هزینه‌ی ۴ میلیون افغانی در کندز

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د څارنې، ساتنې او جوړونې له پاره د پراختیایي نغدي وجهې پروګرام (MCCG) برنامې له لوري د کندز ولایت مرکز اړوند کوبهي علیا پراختيايي شورا لخوا د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت ۴.۶ کیلومتره سړک او ۶۰ متره اوږد محافظوي دیوال چارې بشپړې شوې. دغه سړک ۵.۳ متره پلنوالی لري چې په کریړي ډول جوړ او ۳۴۵ کورنيو ته یې د تګ راتګ اسانتیا برابره کړه. ددې پروژې په ترڅ کې د سیمې تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو ته ۶۸۶۲ کاري ورځې برابرې شوې وې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

BACK TO NEWS