په ننګرهارکې د ۴.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو کیلو متر اوږد کانال کار روان دی

mrrd-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۰ - ۱۲:۱۱
په ننګرهارکې د ۴.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو کیلو متر اوږد کانال کار روان دی

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ اړوند شېرګړجلال پراختیایي شورا لخوا د ۴.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کرنیز کانال کار روان دی چې یو کیلو متراوږدوالی، ۸۵۵ متره سنګکاري او يو نيم متر لوړوالی لري. ددغه کانال په جوړېدو سره به د ځايي خلکو۶۰۰ جریبه کرنيزه ځمکه خړوبه شي او له بشپړیدو وروسته به ۵۲۵ کورنۍ ترې ګټه واخلي. د پروژې د جوړولو په بهیرکې تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو ته ۳۷۳۹ کاري ورځې برابریږي.

د يادونې وړ ده، چې د کامې په ولسوالۍ کې د ولسي تړون ملي پروګرام تر سیورې لاندې د کاسا ۱۰۰۰ برنامې له لوري په بېلابېلو سکټورونو کې ۳۰ پروژې منظورې شوي، د يو شمېر هغو رغنیزې چارې بشپړې او پاتې نورې به يې په نږدې راتلونکي کې تکمیل او ګټه اخيستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS