په ننګرهار کې د ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴۳۶ مترو په اوږدوالي دیوه محافظوي دیوال جوړولو کار روان دی
د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ په میرجي کلا کلي کې د ۴۳۶ مترو په اوږدوالي دیوه محافظوي دیوال د جوړولو کار ۱۵ سلنه مخ ته تللی دی.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال به چې له ملي بودیجې تمویل شوې ۱۳۰۸ کاري ورځې رامنځته شي او په بشپړیدو به یې د سیمې ۱۲۲۹ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشپړیدو به هلته د ځايي اوسیدونکو د ۱۴۰ جریبه کرهڼیزې ځمکې او باغونو تر څنګ د سیمې ګڼ شمیر کورونه هم د نیزونو له ګواښه خوندي شي.
