په پکتیا ولایت کې د یوه کرنیز کانال د جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۵ - ۹:۴
په پکتیا ولایت کې د یوه کرنیز کانال د جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د پکتیا ولایت د احمد آبا ولسوالۍ په مالي خېلو کلي کې د ۱.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کرنیز کانال د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دا کانال ۴۵۰ متره اوږدوالی لري چې د ځايي خلکو۳۷۰ جرېبه کرنيزې ځمکې او بڼونه خړوبوي، ۱۲۲ کورنۍ ترې ګټه اخلي، تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو لپاره يې ۱۴۶۸ کاري ورځې رامنځته کړېدي. د يادونې وړ ده، چې د پکتیا ولایت په احمد ابا ولسوالۍ کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي، فرعي لارو، لمريزې برېښنا او د اوبو لګونې په سکټورنو کې ۱۱۱ پروژې منظور شوي، چې د يو شمېر پروژو کارونه بشپړ شوي او پاتې نورې به هم په نږدې راتلونکې کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

BACK TO NEWS