په تخار کې ۱۵۰ کورنیو او ۷۰۰ زده کوونکیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

mrrd-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۱۴:۵۹
تکمیل کار ساخت یک شبکه‌ی آبرسانی به ارزش ۲.۶ میلیون افغانی در تخار

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې د پروګرام له لوري د ۲.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د تخار ولایت د روستاق ولسوالۍ اړوند په شوراب چپه خانه کلي کې د اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه جوړه او د ځايي خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

ددغې شبکې په جوړېدو سره د شاوخوا ۱۵۰ کورنیو او د یوه ښوونځي د ۷۰۰ زده‌کوونکیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

په یاده شوې پروژه کې د یوې ذخیرې او د سولرونو لپاره د یوې احاطې جوړول، د څه باندې څلور کیلومتره اوږدې شبکې غځول، د ۱۴ تختو سولرونو، واټرپمپ او نورو اړینو وسایلو نصبول شامل وو.

د پروژې د جوړولو چارو دغه راز د ځايي خلکو لپاره شاوخوا ۲،۷۱۷ کاري ورځې هم رامنځ ته کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

BACK TO NEWS