په پکتیا کې د څۀ باندې ۵.۳ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د یوې پروژې کار روان دی

mrrd-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۱۴:۵۱
په پکتیا کې د څۀ باندې ۵.۳ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د یوې پروژې کار روان دی

د اوبو لګولو دغه پروژه د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمیز پروګرام د همغږۍ دفتر له لوري د سیدکرم ولسوالۍ اړوند یحیا خېلو کلي کې د څۀ باندې ۵.۳ میلیون افغانیو په ارزښت جوړیږي ، چې پکې د اوبو ذخیره کولو یوې کانګریټي زیرمې او ۲۷۰ متره اوږد د اوبو لګولو یو کانال جوړول او همدارنګه د ۱۵۲۴ متره په اوږدوالي د یوۀ کارېز د پاکارۍ چارې شاملې دي ، ددې پروژې په تطبیق سره به د سلګونه جریبه ځکې د خړوبولو سربېره د اوبو د ضایعاتو مخنیوی وشي او هم یې د تطبیق پرمهال لسګونه ځایي خلکو ته کاري فرصتونه برابر شوي دي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS