په بدخشان کې د ۴۲۵ زره ډالرو په ارزښت د ۱۳.۲ کیلومتره کانال کار روان دی

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۲۱ - ۱۰:۱۵
په بدخشان کې د ۴۲۵ زره ډالرو په ارزښت د ۱۳.۲ کیلومتره کانال کار روان دی

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت سره په همغږۍ د اغا خان بنسټ له خوا د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ په چهل ګزي کلي کې د ۴۲۵ زره ډالرو په ارزښت د اوبه خور د ۱۳.۲ متره کانال کار ۴۹ سلنه مخکې تللی دی. دا پروژه ۴۶ پرچاوه، د اوبو د ګرځولو ۴۲ جوړښتونه، ۵۹۵ متره محافظتي دیوال، ۴ پلګوټي او ۸۰ متره سربند لري چې په ترڅ کې یې سلګونه کاري ورځې رامنځ ته شوي او تر بشپړتیا وروسته به یې ۳۲۷ کسان دوامدار کار بیامومي. یاده دې وي چې دا کانال به ۳۴۷۰ جریبه کرنیزه ځمکه د اوبه خور تر منظم پوښښ لاندې راولي، او ۲۶۱۸ تنه به یې نیغ په نیغه له ګټو برخمن شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS