په بدخشان کې د اوبو لګولو د سربند او کانال پروژه بشپړه شوه

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۸:۲۶
په بدخشان کې د اوبو لګولو د سربند او کانال پروژه بشپړه شوه

په بدخشان ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د اوبو لګولو د سربند او کانال د جوړولو کار بشپړ شو. د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت د مرکز په ایتارچي کلي کې د اوبو لګولو پوخ سربند او د ۴۹۰ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو پوخ کانال جوړ شو.

د یادې پروژې د تطبیق پر مهال ۴۴۲۳ کاري ورځې رامنځته شوي او د سیمې ۱۵۳۵ اوسیدونکي اوس ترې ګټه پورته کوي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې له لارې د ځايي بزګرانو له ۱۲۵ جریبو ډیره کرهڼیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راغلې ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

BACK TO NEWS