د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري میاشتې په ترڅ کې د هیواد په ۷ ولایتونو کې د اوبو رسولو ۱۲ پروژې بشپړې شوي

mrrd-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۶ - ۴:۴۸
د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري میاشتې په ترڅ کې د هیواد په ۷ ولایتونو کې د اوبو رسولو ۱۲ پروژې بشپړې شوي

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د روان کال د وري میاشتې په ترڅ کې په بغلان، فاریاب، غور، جوزجان، خوست، پکتیا او تخار ولایتونو کې د څه باندې ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو ۱۲ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

په دې پروژو کې په فاریاب، غور، خوست، پکتیا او تخار ولایتونو کې د اوبو رسولو لس شبکې، په بغلان ولایت کې په لاسي پمپ سنباله یوه ژوره څاه او په جوزجان ولایت کې د اوبو رسولو یوه زیرمه راځي.

باید ووایو چې د دې پروژو د تطبیق په ترڅ کې ۳۲ زره کاري ورځې رامنځ ته شوي او تر بشپړیدو وروسته یې ۲۸ زره او ۸۰۰ کورنۍ له ګټو برخمنې شوې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

BACK TO NEWS