د کلیو د لار جوړونې ملي پروگرام

mrrd_admin

پېژندنهnrapmrrd

د کلیو لارجوړونی ملي پروګرام د افغانستان اسلامي جمهوري دولت یو عمده او کلیدی پروګرام دی. چې په ۲۰۰۲ میلادی کال  د بیړنۍ کارموندنې ملي پروګرام (NEEP) په نامه تاسیس او په خپل کار ئی پیل وکړ او د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت او ټولګټو وزارت له خوا په ګډه سره پلی کیږي. او همدارنګه دمالې محترم وزارت د پروګرام رهبري کمیټې (Steering Committee) ریاست په غاړه لري،

 د کليوالي سړکونو د شبکو جوړولو له لارې کليوالي خلکو لومړنيو خدمتونو لکه ښوونځيو، روغتيايي مرکزونو او مارکيټونو سره نښلول، د مارکیت سره زراعتی فارمونو نښلول، د خصوصی شرکتونو او انکشافی شوراګانو سره د قرارداد له لار د بی بضاعته خلکوته د کاری زمینی برابرول، او د خصوصي سکيټور د تخنیکي او مدیریت وړتیا لوړول د دې پروګرام اصلي موخې دي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو لارجوړونی ملی پروګرام اجرائیوي برخه په دې ویاړي چې په فعاله توګه یی د (1381) کال د تاسیس را په دیخوا د جنګ ځپلي هیواد بیا رغونې او پراختیا په برخه کې پراخه  ونډه اخیستې او د ودانولو، بیا رغونې او ساتنې په برخه کې د رهبرۍ مهم رول لوبولی دی . د کلیو لارجوړونی ملي پروګرام تراوسه پورې 19 پروژې په بریالی توگه بشپړې کړې. چی هره پروژه یی لسگونی نورې د سړک او ساختمان فرعی پروژی دسړک به مسیر کی شاملی دي او فعالیتونه یی په ټول هیواد کې تطبیق شوي دي. ا وس مهال، د دې پروګرام اړوند ۲ پروژې روان دي: یود افغانستان کلیو ته  دلاس رسی (ARAP ) پروژه چی د نړیوال بانک له لوری تمویلیږي، او بله پروژې یی  د افغان حکومت د اختیاری پراختیای بودیجی له خوا تمویلیږي.

د ملي پروګرام ستراتیژي

 د کلیو لار جوړونې ملي پروګرام یو بین الوزارتي پروګرام دی چې په پلی کیدو کې یی د ټولګټو محترم وزارت، د کلیو بیا رغونی او پراختیا وزارت او د مالیې وزارت شامل دي. د پروګرام اجرائیوي څانګه  د کلیوالي زیربناوو جوړولو په برخه کی په ځانګړې توګه د ترانسپورت په سکټور کې د کلیو دبیارغونی او پراختیا وزارت ستراتیژي تعقیبوي. نوموړي پروګرام د سړکونو د شبکې پلی کولو پلانګذارۍ سیسټم پر بنسټ د ترانسپورت زیربنا د جوړولو، ساتنې، ساتنې او بیا رغونی  په برخه کې ځان ښه عیار کړۍ او خپل فعالیتونه د کیفیت، روڼتیا او اغزمنتیا په رڼا کی پلي کوي. او د خصوصي سکټور ساختماني شرکتونو او شوراګانو له لارې په موثریت پلي کولو تمرکز کوي. لکه دکار پیداکولو د تطبیقی نهادونو دظرفیت وده، د ساختماني شرکتونو وده، او د شوراګانو د عامه پوهاونی کچې لوړولو د پروژو په اغیزمن ډول تطبیق کې د پروګرام ستراتیژیک ټکي شامل دي.

لاسته راوړنې

  1. د 6،300 کیلومتره کلیوالي سړکونو جوړول
  2. د 193 پلونو جوړول چی طول یی 6،200 متروته رسږي
  3. د سړکونو او پلونو 260،000 متره اساسي ساختمانونو جوړول
  4. د 3،600 کیلومترو کلیوالي سړکونو پرلپسی (دوامداره) ساتنه
  5. د 1500 کیلو مترو په اوږدوالي د کلیوالي سړک مرحله یی ساتنه
  6. د واورې طوفان د اغیزو له امله د 2،100 کیلومترو کلیوالي سړکونو پرانستل

 

 د اداري پراختیا او د کاري سیستمونو رامنځته کولو په برخه کې لاسته راوړنې

  1. د سړک د طبقه بندی سیسټم ترتیب
  2. د سړک د نوم او نمره بندی سیسټم ترتیب
  3. د اداري معلوماتو سیسټم جوړول
  4. دسړکونو پلانګذاری سیستم جوړول
  5. د کلیوالي سرکونو د یزاین لارښود جوړول
  6. د پروژی د مالي چارو لارښود جوړول
  7. د قرارداد د مدیریت پروسیجرونو ترتیب او د پروژو تطبیق
  8. د پروژو دچاپیریال او ټولنیز چوکاټ جوړول

د یادونی وړده چی د کلیو د پراختیا وزارت، دکلیو لار جوړونې ملی پروګرام د متخصصو کارمندانو له نظره څانګړی ځای لري. د تخنیکي سروې، د پروګرام ظرفیت، د هر قسم پلونو ډیزاین، د هرقسم سړکونو دیزاین، د په چاپیریال ساتنه او ټولنیزه برخه کی د متخصصو کارمندانو او همدارنګه د تطبیق، څارنې او د کیفیت کنټرول څانګو کې د فعاله انجینرانو شتون له کبله ځانګړیتوب لري.

 

 

د برنامی ویب سایت