په تخار کې ۴۰۰ زده کوونکو او ۷۸۰ کورنیو ته د څښاک اوبه چمتو شوې

content_manager
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۷ - ۱۰:۲۱
تهیه‌ی آب آشامیدنی صحی برای ۷۸۰ خانواده و ۴۰۰ دانش‌آموز در تخار

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د تخار ولایت د مرکز په نو اباد چیغان او ده سبز رستاق کلیو کې د ۸.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دوو شبکو په جوړولو سره ۷۸۰ کورنیو او ۴۰۰ زده کوونکو ته د څښاک پاکې او صحي اوبه چمتو شوې.

دا شبکې په ده سبز رستاق کلي کې ۷۲ متره ژوره څاه، ۲۰ سولري ښیښې، ۵.۷۴۴ کیلو متره تمدید شوی پایپ د احاطې دیوال او نلکې لري. او په نواباد چیغان کلي کې ۱۰۰ متره ژوره څاه، ۲۰ سولري ښیښې، د ۴.۹ کیلو متره پایپ تمدید د احاطې دیوال او نلکې لري.

یاده دې وي چې د دې پروژو په ترڅ کې ۶۸۰۰ کاري ورځې هم رامنځ ته شوې وې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

BACK TO NEWS