په میدان وردګو کې د ۱۲.۶ میلیونو افغانیو په ارزښت یو محافظتي دیوال جوړ شو

mrrd-admin
شنبه ۱۴۰۰/۱/۷ - ۱۴:۲
په میدان وردګو کې د ۱۲.۶ میلیونو افغانیو په ارزښت یو محافظتي دیوال جوړ شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ برنامې له لوري د میدان وردګو ولایت، دایمیردادو ولسوالۍ په قول زنګي سیمه کې د ۱۲.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د ٨٤٠ مترو په اوږدوالي سره یو محافظوي دېوال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د دې پروژې د تطبیق پرمهال ګڼ شمېر د سیمې اوسیدونکو ته د کارکولو زمینه هم برابره شوې ده. یاد محافظوي دېوال په اساسي بڼه رغول شوی دی، چې په راتلونکي کې به په لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه او د اوسېدو کورنه، د موسمي سیلابونو راوتلو پر مهال خوندي کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS