په کاپیسا کې د ۱،۵ ميلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې روانې دي
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د کاپیسا ولاایت د حصه دوهم کوهستان ولسوالۍ په کالوته کلي کې د ۱،۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې روانې دي. د څښاک اوبو دا شبکه د ۱۰ معکب مترو په حجم د اوبو ذخیره لري او د سولري پمپونو په واسطه اوبه پورته کوي. د یادونې وړ ده، چې له دې پروژې څخه به ۵۵۷ ځایي اوسیدونکي، ۳۰۰ زده کوونکي په مستقیمه بڼه او ۶۵۰ تنه په غیري مستقیمه بڼه ګټه واخلي.
