د سولې او سرسبزۍ نیالګی

mrrd-admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۳ - ۱۱:۱۷
غرس نهال صلح و سرسبزی

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د سولې او سرسبزۍ نیالګی د( نیالګیو د کېنولو د ملي کمپاین) د ‏ورځې د ملاتړ او نمانځنې په موخه د وزارت په انګړ کې کېناوه.

ښاغلي کریمي د نیالګیو د کېنولو په مراسمو کې وویل، د اقلیمي بدلون، خوندي او زرغون چاپیریال په موخه باید ټول ‏هېوادوال د چاپیرل په خوندي ساتلو خپل ملي رسالت ادء کړي.‏

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر وویل، څلوېښت کلن ناورین د هېواد چاپیریال ډير زیات زیانمن کړی او بیارغښت یې وخت ‏او زیات کار ته ضرورت لري، نو اړتیا ده، چې د چاپیریال د خوندي ساتلو او جوړولو په برخه کې خپل مسوولیت له نن څخه پیل ‏کړو.‏

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان دولت به سږ کال نیږدې ۲۵ ميلیونه نیالګي کېنوي، چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت هم په کې ‏فعاله ونډه لري او د کلیوالي شوراګانو په مټ به ولسي خلک دې ته وهڅوي، چې نیالګي کېنوي، ساتنه او پالنه یې وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

BACK TO NEWS