په نورستان کې به څه کم ۱۲ زره کورنیو ته لمریزه برېښنا برابره شي

mrrd_admin
یکشنبه ۱۳۹۷/۱۰/۲۳ - ۱۴:۰
تصویر

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهنمل مجیب الرحمن کریمي پرون د نورستان والي حافظ عبدالقیوم سره د یاد ولایت د خلکو د ستونزو او غوښتنو د اوریدو په موخه ولیدل.
د لیدنې په پیل کې د نورستان والي د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر سره د لارو د نشتون او د څښاک د اوبو کمښت ستونزې او لېرې پرتو سېمو ته د برېښنا رسونې پروژې غوښتنې شریکې کړې.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر وویل، د نورستان په مرکز پارون کې هغه سړک چې لومړنۍ برخه یې بشپړه شوې، دویمه برخه به یې هم چې ۵۱۰ متره کېږي، د وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر لخوا جوړه شي.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر زیاته کړه، د نورستان په برګمټال او کامدیش ولسوالیو کې به ۱۱۴۱۱ کورنيو ته برېښنا برابره شي، چې له ډلې یې ۴۱۰۳ کورنۍ سروې شوي او د پاتې کورنیو له سروې وروسته به ورته لمریزي کڅوړې وویشل شي.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر همدرنګه وویل، په نورستان کې به د کلیوالي مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا پروګرام د نورستان ولایت د پتون او وامه په ولسوالیو کې ۶۶ کلي تر پوښښ لاندې راولي، چې په کې به ۶۶ اتحادیې جوړې کړي او په پنځو کالونو کې به ورسره ۴۲ ميليونه افغانۍ بلاعوضه مرسته وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS