په کونړ کې د محافظوي دیوال د جوړولو کار روان دی
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالي په ګریګال کلي کې له معیارونو سره سم پوخ محافظوي دیوال جوړیږي چې کار یې ۶۰ سلنه مخ ته تللی دی.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال ۱۰۳۸ کاري ورځې رامنځته کیږي او په بشپړیدو به یې د سیمې ۱۳۸۳ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشپړیدو به هلته نه یواځې پراخه کرنیزه ځمکه بلکې د سیمې ګڼ شمیر کورونه هم د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي کړل شي.
