په زابل کې د۱.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبورسولو د یوې شبکې کار بشپړ شو

mrrd-admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۵ - ۱۴:۱۶
په زابل کې د۱.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبورسولو د یوې شبکې کار بشپړ شو

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې د پروګرام له لوري د زابل ولایت د مرکز قلات اړوند په دګبرو کلي کې د۱.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبورسولو د یوې لمریزې شبکې کار بشپړ شو.

په دغه پروژه کې د یوې ژورې څاه کیندل، د پایپونو د نږدې (۹۰۰) متریزې شبکې غځول، د یوې کانکریټي ذخیرې او د سولرونو لپاره د یوې احاطې جوړول، د (۱۰) تخې سولرونو، نلکو او نورو اړینو سامانونو نصبول شامل وو.

د یادې شوې پروژې د جوړولو چارو د ځایي خلکو لپاره شاوخوا ۱۲۰ کاري ورځې هم رامنځته کړې. او د شاوخوا (۹۰) کورنیو لپاره یې د څښاک پاکې اوبه برابرې کړې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

BACK TO NEWS