په ننګرهار ولایت کې د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام له‌خوا د مقطعي پانګې وېش ترسره شو

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۱ - ۱۴:۱۴
په ننګرهار ولایت کې د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام له‌خوا د مقطعي پانګې وېش ترسره شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د ننګرهار ولایت د بهسود ولسوالۍ په ملنګ جان پرمختیایې شورا کې د پور او سپما یوې ښځینه کلیوالي اتحادیې ته چې ۴۹ مېرمنې په ۷ سپما ګروپونو کې راټولې شوي، څه دپاسه ۱۵۰۹۲۰ افغانۍ مقطعي پانګه د دوهم قسط په توګه ووېشله.

د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار ولایت د بهسود ولسوالۍ په ټولو پرمختیایې شوراګانو کې سپما ګروپونو، د پور او سپما کلیوالي اتحادیو ته د پروګرام له‌خوا ورکړل شوې مرستې د اقتصادي چارو د پياوړتیا، د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو د پيل او پیاوړتیا په موخه کارول کیږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

BACK TO NEWS