په بغلان کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبورسولو د شبکې کار بشپړ شو

mrrd-admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۸ - ۱۴:۲۶
Clean drinking water provided for 330 families in Baghlan province

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې د پروګرام له لوري د بغلان ولایت د تاله‌وبرفک ولسوالۍ په «دشت نماز» کلي کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبورسولو د شبکې کار بشپړ اوګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د اوبو رسولو ددغې پروژې د تطبیق په پایله کې د «دشت نماز» کلي د اوسیدونکیو لپاره له هغې چینې څخه، چې له یاد شوي کلي څخه اووه کلیومتره واټن لري، د څښاک پاکې اوبه د (۸،۶) کلیومتره اوږدې شبکې پرمټ چمتو شوې.

ددغې پروژې د جوړولو چارو د ځايي خلکو لپاره سلګونه کاري ورځې رامنځته کړې او په بشپړېدو سره یې د څه باندې (۳۳۰) کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

BACK TO NEWS