په ننګرهار کې د ۷ میلیونه افغانیوپه ارزښت د محافظوي دیوال د جوړولو کار روان دی
د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالي په کوټه وال کلي کې د ۷ میلیونه افغانیوپه ارزښت د ۳۱۶ مترو په اوږدوالي د ډبرین پوخ محافظوي دیوال د پروژې کار ۹۵ سلنه مخ ته تللی دی.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال چې له ملي بودیجې تمویل شوې ۳۵۷۰ کاري ورځې رامنځته کیږي او په بشپړیدو به یې د سیمې ۸۴۰ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشپړیدو به هلته نه یواځې د سیمې د بزګرانو کرنیزې ځمکې بلکې د سیمې ګڼ شمیر کورونه هم د موسمي سیلابونو له ګواښ څخه خوندي کړل شي.
