په روزګان کې د ۲.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار بشپړ شو

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د روزګان ولایت د مرکز په ډاکټر مانده کلي کې د ۲.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د دې پروژې په ترڅ کې تخنیکي او نا تخنیکي کارګرو ته ۷۴۳ کاري ورځې رامنځ ته شوې وې او تر بشپړتیا وروسته یې ۱۴۵ کورنیو د څښاک پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی وموند.