په پنجشیر کې د ۴.۱۰۶ کیلومتره کانګریټي کانال د جوړولو قرارداد لاسلیک شو

د کلیو بیا رغونې او پرختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږی دفتر له لوري د پنجشیر ولایت اړوند په دولانه سیمه کې د ۲۰.۵ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۴.۱۰۶ کیلومتره کانګریټي کانال د جوړولو قرارداد د کلیو بیا رغونې او پرختیا ریس او د سیمې د پراختیایي شورا ترمنځ لاسلیک شو.
نوموړې پروژه به په ۱۸ میاشتو کې بشپړ شي او د سیمې کرنیزې ځمکې به د اوبو د منظم خړوب څخه برخمنې شي.