په میدان وردګو کې د څه باندې ۵.۴ میلیونو افغانیو په ارزښت دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mrrd-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۰ - ۱۴:۵۷
په میدان وردګو کې د څه باندې ۵.۴ میلیونو افغانیو په ارزښت دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو، روغتیاساتنې او اوبو لګولو ملي پروګرام له لوري د میدان وردګو ولایت د لومړۍ حصه بهسودو ولسوالۍ په قل چکر سیمه کې د څه باندې ۵.۴ میلیونو افغانیو په ارزښت د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه دوه حلقې ژورې څاګانې، چې په لمریزې برېښنا هم سمبالې وې، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

نوموړې پروژې د سیمې ګڼو اوسیدونکو ته کاري زمینې رامنځته کړې او د سیمې ۱۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه یې د اوبو د منظم خړوب څخه برخمنه کړې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS