په ننګرهار کې د ۱۶۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

mrrd-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۹ - ۱۴:۲۶
په ننګرهار کې د ۱۶۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو، روغتیاساتنې او اوبو لګولو ملي پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په مزدکي کلي کې د څه باندې ۳ میلیونو افغانۍ په ارزښت د ۱۶۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو یوه شبکه جوړه شوه.

د اوبو رسولو په دغه پروژه کې د یوې ژورې څاه کیندل، د ۲۲۴۴ مترو په اوږدوالي دیوې شبکې غځول، د ۱۰ متره مکعب په ظرفیت سره د یوې ذخیرې او د سولرونو لپاره د یوې احاطې جوړول، د ۱۶ لمریزو تختو، ۴۷ نل ‌بندانونو او مېترونو نصبول شامل دي. د دغې پروژې د تطبیق پر مهال ځايي اوسیدونکو ته ۱۸۰۰ کاري ورځې رامنځته شوې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS