د فراه په ګلستان او جوین ولسوالیو کې د ۲۶ پراختیایي پروژو سروې بشپړ شوه

mrrd-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۹ - ۱۴:۱۹
تکمیل کار سروی ۲۶ پروژه‌ی انکشافی در ولسوالی‌های گلستان و جوین ولایت فراه

د کلیو بیا رغونې او پرختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږی دفتر له لوري د فراه ولایت په ګلستان او جوین ولسوالیو کې ۲۶ پراختیایي پروژو سروې بشپړې شوې دي. نوموړو پروژو کې استنادي دیوالونه، د کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو کانالونه، بندونه، پلچکونه، چینې، د اوبو سربندونه او ښوونځي شامل دي. ددې پروژو په تطبیق کې په سلکونه هکتاره کرنیزه ځمکه د اوبو د منظم خړوب څخه برخمنه او د سیلاب له خطره په امن کې شي. همدا راز د ښوونځیو په په بشپړېدو سره په زرګونو زده کوونکو ته د زده کړې مناسبه زمینه برابره شي.

د فراه ولایت د ګلستان ولسوالۍ په تیرو ۱۸ کالونو کې د نا امنیو له امله د پراختیایي پروژو څخه بې برخې وه، چې هیڅ پراختیایي يروژه پکې نه وه پلې شوې. خوشبختنانه د کلیو بیا رغونې او پرختیا وزارت ۱۱ حیاتي پروژې پکې بشپړې کوي او د سیمې اوسیدونکو ته به د ژوند لومړنۍ اړتیاوې برابرې کړې.

 

 

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

BACK TO NEWS