‎په بلخ ولایت کې د کلیوالي بازار نندارتون جوړ شو

mrrd-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۹ - ۹:۲۱
‎نمایشگاه بازار روستایی در ولایت بلخ برگزار شد

‎د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام « د کلیوالي بازار» تر نامه لاندې په بلخ ولایت کې یو نندارتون جوړ کړ.

‎دا نندارتون نن (پنجشنبه) د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست استازو، مدني فعالانو، رسنیو او د دې ولایت د یو شمېر اوسیدونکو پر وړاندې د بلخ ولایت رابعه بلخی په مارکیت کې پرانستل شو، چې د پروګرام ۳۵ تنه ګټه اخیستونکو له چارکنت، دهدادی، بلخ او نهرشاهی ولسوالیو څخه په دې نندراتون کې خپل لاسي تولیدات نندارې او پلورنې ته وړاندې کړي.

‎د یادونې وړ ده، چې یاد نندارتون تر دوه راتلونکو ورځو به په بلخ ولایت کې روان وي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .

BACK TO NEWS