په تخار کې د اوبو رسولو لمریزې شبکې چارې بشپړې شوې دي
د کلیو بیا رغونې او پرختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو، روغتیاساتنې او اوبو لګولو ملي پروګرام له لوري د تخار ولایت مرکز اړوند په اقبلاق سرایسنګ کلي کې د اوبو رسولو د لمریزې شبکې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي.
د نوموړې پروژې په جوړېدو سره به څه باندې ۴۲۰ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی پیدا شي. دغه شبکه د ۱۱۰ مترو په ژوروالي سره د یوې ژورې څاه کیندل، د ۴۰ سولرونو نصبول، د ۲۰ متره مکعب په ظرفیت سره د یوې ارتفاعي ذخیرې جوړول، د سولرونو لپاره استنادي دیوال ودانول، د څه باندې ۴۷۰۰ مترو په اوږدوالي د پایپونو د شبکې غځول او د ۲۱۱ متر باکسونو او نل بندانونو نصبول شامل دي
