په پکتیکا، میدان وردګ، هرات، بلخ او کندهار کې د ۱۸ ښوونځيو ودانۍ جوړې شوې

mrrd-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۲ - ۱۱:۴۴
Construction of 18 school buildings completed in Paktika, Maidan Wardak, Herat, Balkh and Kandahar provinces

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د اقرا پروژې تر سیوري لاندې د پکتیکا ولایت په یوسف خیلو، یحیی خیلو، ارګون، سروبي، زیړوک، سر روضه، مټاخان او زرغون شهر ولسوالیو کې د هرات په کشک رباط سنګي ولسوالۍ د کندهار په ارغستان ولسوالۍ، د بلخ په نهر شاهي ولسوالۍ او د میدان وردګ په نرخ ولسوالۍ کې د ۱۸ ښوونځيو ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

دا ښوونځي ۱۰، ۶، یا ۴ ټولګي، تشنابونه او د څښاک د اوبو څاه ګانې لري ددې ښوونځيو د جوړولو په ترڅ کې تخنیکي او نا تخنیکي کارګرو ته ۳۶ زره کاري ورځې رامنځ ته شوې وې.

د یادولو وړ ده چې د دې ښوونځيو په جوړیدو سره ۴۳۴۰ زده کوونکو ته د ښوونې او روزنې وړ چاپیریال رامنځ ته شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS