په ننګرهار کې د باڼس د لرګيو څخه د تولیداتو رامنځته کولو یو مرکز جوړېږي
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې د باڼس د ودې او پراختیا د پروژې له کارونو او د باڼس د تشبثاتو له پراختیا څخه لیدنه وکړه. په دې سفر کې د پروژې د عمومي مسوول د باڼس له کرنې څخه د څارنې په موخه د لیدنې ترڅنګ د پروژې سیمه ییزو کارکوونکو ته په دې ولایت کې د باڼس د تولیداتو لپاره د عامه اسانتیاو په موخه د جوړېدونکي مرکز د ترتیباتو د تنظیمولو په موخه یو لړ تخنیکي لارښوونې وکړې او د مرکز له جوړولو څخه یې خوښي څرګنده کړه.
په دې وروستیو کې د ۱۹ کلیو واټ لمریزې برېښنا لپاره د یو سیستم چارې هم د دې مرکز په چوکاټ کې روانې دي. او په پام کې ده، چې د مرکز جوړېدل به تر راتلونکو دوو میاشتو بشپړیږي او د باڼس د تولیداتو لپاره به یاد مرکز په ننګرهار ولایت کې پرانستل شي.
د یادونې وړ ده، چې د باڼس د ودې او پراختیا پروژه د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت او د سویلي اسیا هېوادونو - سارک سازمان په ګډو هلو ځلو نوښت موندلی، چې موخه یې د هېواد په کلیوالي سیمو کې خلکو ته د بوختیاو پیدا کول او د بهرنیو تولیداتو پر وړاندې د کورنیو تولیداتو کچه لوړول دي.
