په کندز کې د ۱۶۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۸ پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک شول
د کندز د کلیو بیا رغونې او پراختیا د رییس او اړوندو شوراګانو تر منځ د کندز ولایت په دشت ارچي ، علي اباد، اقتاش ، خان اباد او چهاردره ولسوالیو کې د اوبو رسولو، استنادي دیوالونو جوړولو او سربندونو د ۱۸ پروژو تړونونه د ۱۶۲ میلیونه افغانیو په ارزښت لاسلیک شول.
دا پروژې د کلیو بیار غونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام او د سیمه ییزو پروګرامونو همغږۍ دفتر تر سیوري لاندې د یادو ولسوالیو په بیلو کلیو کې پلې کیږي.
باید ووایو چې د دې پروژو په پلي کیدا سره به ۵۶۲۰ کورنۍ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي ۲۶۹۰ کورنه او ۷۶ زره جریبه ځمکه به د سیلابونو له کواښه خوندي شي او په ټوله کې به ۲۰ زره او ۳۰۰ کورنۍ د دې پروژو له ګټو برخمنې شي.
