په بامیان کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۵ متره اوسپنیز کانکریټي پل د جوړیدو کار پیل شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کليوالي لار جوړولو ملي پروګرام له لوري د بامیان ولایت د ورس ولسوالۍ په ګیرو جوی قره غجور کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۵ متره اوسپنیز کانکریټي ګاډري پل او د ۳۰۰ متره نښلونکي سړک کار پیل شو.
دا پل به قره غجور، ګیرو جوی، زردني، ایلجم، نورک او نوګک کلي د ورس ولسوالۍ سره ونښلوي او د ۳ زره کسانو ترانسپورتي ستونزې به په مستقیم ډول او د ۱۰ نورو کسانو به په نامستقیم ډول هوارې کړي.
د یادولو وړ ده چې ددې پروژې په ترڅ کې به ۲۲۰۰ کاري ورځې هم رامنځ ته شي.
